دا وطن افغانستان دى دا عزت د هر افغان دى كور د سولې، كور د تورې هر بچى يې قهرمان دى دا وطن د ټولو كور دى د بلوڅو، د ازبكو د پښتون او هزاراهو د تركمنو، د تاجكو ورسره عرب، ګوجر دي پاميريان، نورستانيان براهوي دي، قزلباش دي هم ايماق، هم پشه ييان دا هېواد به تل ځلېږي لكه لمر پر شنه آسمان په سينې كې د آسيا به لكه زړه وي جاويدان نوم د حق مو دى رهبر وايو الله اكبر وايو الله اكبر وايو الله اكبر